زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-10  |  2024-05-18  |  تازه شوی په: 2024/05/18 - 04:44:5 FA | AR | PS | EN
په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو             د کابل په صنعتي پارکونو کې د جامو یوه فابریکه پرانیستل شوه             د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده             د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه             په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي             په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو             سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري            

تاريخ النشر: 2023/09/16 - 13:08:2
زيارة: 153
مشاركة مع الـأصدقاء

پنجشېر کې د زمرد قانوني استخراج او پلور پیل شو
 پنجشېر کې د زمرد قانوني استخراج او پلور پیل شو

انصار (د سنبلی 25مه) په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، پنجشېر کې د لومړي ځل لپاره زمرد په قانوني ډول استخراج او وپلورل شول.

په دې ولایت کې ځايي چارواکي وايي هلته زمرد داوطلبۍ له لارې په ۲۴ میلیون او ۵۶۹ افغانیو وپلورل شول.

د پنجشېر له دوو کانونو د استخراج شویو زمردو د داوطلبۍ لپاره مراسم جوړ شوي وو چې د قېمتي ډبرو لسګونه سوداګرو او کاروباریانو ګډون پکې کړی و.

د زمرد ځینې ټوټې ان تر پنځلس زه ډالرو پورې هم وپلورل شوې او داسې زمرد هم پکې وو چې ان په درې سوه زره ډالرو وپلورل شول.

د قېمتي او نیمه‌قېمتي ډبرو د اتحادیې مشر فیصل وویل، دا بهیر په داسې ډول پیل شوی چې هر کان ته جواز ورکړل شو او معدن کاران او کیندونکي یې په خورا ښه ډول استخراجولی شي.

د پنجشېر زمرد په ټوله نړۍ کې شهرت لري. د زمردو کاروباریان وايي، د نړۍ په هېڅ ځای کې د پنجشېر د زمردو په شان شفاف زمرد نه شته.‌

د زمردو یوه سوداګر نعیم خان وویل،‌ نن چې دغه زمرد ان په درې سوه زره ډالر وپلورل شول، حکمت پکې شفافیت او ښه کیفیت دی.‌

دوه کاله وړاندې د طالبانو له بیا واکمنېدا د پنجشېر ولایت د زمردو د استخراج چارې درول شوې وې، خو یوه میاشت وړاندې د پنجشېر ځايي چارواکو دا چاره بېرته پیل کړه.

د داوطلبۍ دغو مراسمو کې د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم وویل، د طالبانو حکومت هر اړخیزه هڅه کوي د افغانستان له کانونو چې استخراج شوي توکي بهر ته د افغانستان په نامه صادر شي او هڅه دا ده چې د استخراج او صدور بهیر یې خورا شفاف وي.

پنجشېر ولایت کې د زمرد ۷۵۰ کانونه سروې شوي دي، چې ۵۰۰ یې فعال او ۲۵۰ یې غیر فعال دي او تر اوسه ۳۰۰ معدن کارانو د استخراج جوازونه ترلاسه کړي دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27032






*
*

*



قرأ

د همالیا ټرانس په غونډه کې د طالبانو حکومت استازي ته د ګډون بلنه


په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو


د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه


په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي


ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو


زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله


په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو


سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري


که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم


روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي


د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه


روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې


تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي


د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی


د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه


هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي


محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل


واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي


ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې


جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی


یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني


د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی


د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي


په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی


افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان